ارزګان کې لس ترهګر طالبان ووژل شول.

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۸ - ۱۴:۴۴
1

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې لس ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو دوه میله کلاشینکوفونه، مخابرې او یو شمېر مهمات د پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.