اتو ولایتونو کې ۲۵ تنه نیول شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۰:۴۷
zzasad

امنیتي ځواکونو یاد شمېر کسان د غلا، وژنو، جعل کولو، او د حرامو غوښو  پلور په تړاو په تخار، بلخ، کاپیسا، کابل، غور، غزني، بغلان او کندهار کې نیولي دي.
د تخار د امنیه قومندانۍ منسوبینو له تېرې ورځې راهیسې شپږ تنه د کورونو د لوټلو په تړاو د مرکز تالقان ښار په شپږمه ناحیه او درې تنه قصابان د حرامو غوښو د پلور په تړاو د یاد ولایت په ینګې کلا ولسوالۍ کې نیولي دي.
په ورته وخت کې، د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې درې تنه د نښتې او قتل په تړاو، چې په پایله کې یې د بل لوري شپږو تنو ته مرګ او ژوبله اړولې، نیولي دي. په ورته توګه درې تنه د یو کس د وژلو په تړاو د بلخ ولایت په اړونده سیمو کې د جنایي پېښو سره د مبارزې پولیسو نیولی دی.

له بل لوري، پولیسو د کابل ښار په دویمه ناحیه کې دوه غله او یو کس د موټرو د تښتولو په تړاو نیولی دی. هممهاله په غور کې هم درې تنه د وژنې په تړاو د یاد ولایت په تولک ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
همدارنګه، د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې دوه تنه په ناچله پيسو له خلکو د څارویو اخیستلو په تړاو، یوغل د کندهار په ډنډ ولسوالۍ او یو بل تن د غلا په تړاو د بغلان د امنیه قومندانۍ له لورې د یاد ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.