اتو ولایتونو کې؛ ۲۹ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

پولیسو په اتو ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د غلا، قمار، ناقانونه ښکار، انساني قاچاق، ناسمه ګټه اخېستو او اخلاقي فساد په تړاو ۲۹ تنه نیولي دي.
له منځه یې، هرات کې شپږ تنه د غلا په تړاو، اووه جوارګر په بلخ، پنځه تنه د الوتونکو د ناقانونه ښکار په تړاو په بامیان، څلور غله په ارزګان، دوه تنه د انساني قاچاق په تړاو په کندهار، دوه وسله وال د مجاهدینو له نوم څخه د استفادي په تړاو په غزني، یو غل په زابل او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په سمنګان کې نیول شوي دي.