غزني کې د ملي پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۹۰ تنه سربازان فارغ شول

تېره ورځ د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ له ښوونیز ټولي څخه ۹۰ تنه سربازان چې ۵۶ تنه یې د ملي پولیسو سربازان او ۳۴ تنه یې د سیمه ییزو پولیسو سربازان دي؛ له درېیو اوونیو زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.
پدې فراغت غونډه کې د غزني ولایت امنیه قومندان او د امنیه قومندانۍ د ښوونیز ټولي یو شمېر چارواکو، ښوونکو او منسوبینو ګډون کړی و.
په سر کې د غزني ولایت امنیه قومندان سمونوال محمد خالد وردک فارغ شویو سربازانو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د ملي پولیسو په لیکو کې د ښونې او روزنې لړۍ باید د خلکو او پولیسو تر منځ د اعتماد د پوخوالي او د همکاریو د پراختیا لامل شي.
سمونوال محمد خالد وردک د خپلو خبرو په لړ کې وویل، چې دښمن ورځ تر بلې د افغان وژنې هڅه کوي، خو پولیس باید له خلکو سره د کړې ژمنې له مخې د دوی د امنیت ساتنې په برخه کې له هر ډول لارو چارو استفاده وکړي.
ښاغلي وردک د ملي پولیسو پر مسلکي چلند هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې اوسمهال پولیس تر بل هر وخته ډېر مسلکي شوي او د لا مسلکي کېدو لپاره یې د کورنیو چارو وزارت رهبري ګڼ شمېر برنامې تر لاس لاندې لري، چې ټولې به پر وخت او له حالاتو سره سم پلي شي.
د یادونې وړ ده چې یادو فارغ شویو سربازانو ته په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې لومړنۍ نظامي زده کړې او د بېلابېلو وسلو د تخنیکي انداختونو په برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي.
فراغت غونډه ۹۰ تنو سربازانو ته د فراغت سندونو او د ستاینلیکونو په ورکړې پای ته ورسېده.