د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ د څلورمې امنیتي حوزې منسوبینو د دغه ولایت د ترمینل په سیمه کې د غلا په تړاو دوه تنه نیولي دي
. یادو کسانو د کابل ولایت له یوه استوګنیز کور څخه ۹ زره امریکايي ډالر، ۷۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ او ۲۳۰ میلیونه ایراني تومان غلا کړي وو او غوښتل یې ګاونډي هېواد ایران ته وتښتي.
همدارنګه، د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې ۸ تنه د قمار کولو، د نیمروز ولایت په مربوطاتو کې دوه تنه د غلا او د فراه ولایت په مربوطاتو کې یو تن د قتل په تړاو له یو میل کلاشینکوف سره نیول شوي دي.