په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ۱۰ تنه ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۵۷
للابل

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې، ۴ تنه په نیمروز ولایت کې د درېیو موټرسایکلونو د غلا، ۳ تنه په جوزجان ولایت کې د نغدو پیسو او له دوکان څخه د اجناسو د غلا، ۲ تنه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پنځو میله کلاشینکوفونو د قاچاق او یو تن په فراه ولایت کې د ۲۶ زره افغانیو نغدو پیسو د غلا په تړاو نیولي دي.