په فراه کې درې میله ناقانونه وسلې او مرمۍ کشف او ضبط شوې
د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې آمریت امنیتي او کشفي ځواکونو د خپلو جدي او دوامدارو څارنو په پایله کې، یو میل کلاشینکوف، دوه میله لس ډزي وسلې، ۹۵ فیره بېلابېلې مرمۍ او یوه روسۍ کودان مخابره کشف او ضبط کړې ده.