په پکتیا کې لسګونه امنیتي کمرې نصب او پرانیستل شوې
د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو د معینیت په همکارۍ، د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار په بېلابېلو برخو کې لسګونه امنیتي کمرې نصب او په رسمي ډول پرانیستل شوې.
د امنیتي کمرو د پرانیستلو په مراسمو کې د پکتیا مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور، د کورنیو چارو وزارت د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست نظامي مرستیال انجنیر صلاح الدین، امنیه قوماندان الحاج ملا شیرعلي جندالله او نورو چارواکو او منسوبینو ګډون کړی و.
چارواکو د خپلو خبرو پر مهال، د امنیتي کمرو نصبول د امنیت د تامین او د احتمالي امنیتي او جنايي پېښو د مخنیوي په لاره کې یو مهم ګام وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د امنیت د تامین ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او د هېواد په ابادۍ کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.