په خوست کې له ۱۴۱ اړمنو کورنیو سره د نغدي پيسو مرسته وشوه
د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، پر هغو ۱۴۱ اړمنو او سوالګرو کورنیو چې تر دې وړاندې په دغه ولایت کې د ګومارل شوې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، هرې کورنۍ ته شپږ شپږ زره افغانۍ نغدي پیسې ووېشلې.