په ننګرهار کې د ۵۳۳ موټرو تورې ښیښې پاکې شوې
د ننګرهار ولایت امنیې قوماندانۍ په تېره یوه اوونۍ کې د جلالاباد ښار او اړوندو امنیتي حوزو په بېلابېلو سیمو کې د ۵۳۳ موټرو تورې ښیښې پاکې کړې دي او دغه کمپاین لا هم دوام لري.
دغه کمپاین د ښاري نظم د تأمین، د مشکوکو فعالیتونو د مخنیوي او د قانون د تطبیق په موخه، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د ډایاک منسوبینو له لوري د جلالاباد ښار او امنیتي حوزو په بېلابېلو سیمو کې پیل شوی دی.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ له موټرچلوونکو غوښتي چې د نافذه اصولو او مقرراتو په رعایتولو سره د تورو ښیښو له کارولو ډډه وکړي او د ښاري نظم د تأمین او امنیت د ساتنې په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.