په هلمند کې د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له منځه یووړل شوې
د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د یوه کشفي اقدام په پایله کې، د دغه ولایت د بغني ولسوالۍ اړوند سیمه کې د نشهيي توکو د پروسس او تولید دوه کارخونې، له ۳ زره او ۵۲۰ کیلوګرامه ومانو، له ۷۰ لیټرو زیاتو تېزابو، ۴۶۰ کیلوګرامه چونې او یو شمېر نورو اړوندو توکو او وسایلو سره کشف او وسوځولې.