د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو سره د مبارزې معین په مشرۍ د سوالګرو د راټولولو او مخنیوي کمیسیون میاشتنۍ اداري او همغږۍ غونډه ترسره شوه
په دې ناسته کې د اړوندو وزارتونو معینانو او د خپلواکو ادارو د سوالګرۍ د مخنیوي کمیسیون استازو ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې له نشهیي توکو سره د مبارزې معین الحاج شیخ عبدالرحمن منیر، له ګډونوالو سره د سوالګرو د راټولولو بهیر او اړمنو سوالګرو ته د مرستو رسولو بهیر وارزاوه.
هغه وویل، په وروستیو کې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې د سوالګرو د راټولولو بهیر چټک شوی او دې موضوع ته لا زیاته پاملرنه شوې ده، ترڅو اړمنو سوالګرو سره لازمې مرستې وشي.
ښاغلي منیر د اړوندو وزارتونو له استازو او خپلوالکو ریاستونو څخه د سوالګرو د راټولولو او دوی ته د مسلکي زدهکړو د برابرولو په برخه کې مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا بهیر به په ښه توګه مدیریت او تنظیم شي.
ورپسې د اړوندو وزارتونو معینانو او د خپلواکو ادارو د سوالګرۍ د مخنیوي کمیسیون استازو، د سوالګرو د راټولولو او په نورو اړوندو برخو کې د همکارۍ د دوام او همغږۍ د زیاتولو په اړه ډاډ ورکړ.