په فراه ولایت کې له ۳۴ کیلوګرامو زیات تریاک کشف او ضبط شول
د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې د پرلهپسې هڅو په پایله کې، دوه تنه له څه باندې ۳۴ کیلوګرامو تریاکو سره د دې ولایت د فراهرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي دي. نیول شوو کسانو یاد نشهيي توکي په یوه نقلیه وسیله کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بل ځای ته یې ولېږدوي.