په بدخشان ولایت کې د څه باندې۱۰۰ کیلوګرامو نشهیي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د بدخشان ولایت امنیه قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د هدفي او کشفي عملیاتو په ترڅ کې څلور کسان هغه مهال د دغه ولایت د کشم ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي چې ۱۰۲ کیلوګرامه نشهیي توکي یې په یوه موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې نامعلوم لوري ته یې قاچاق کړي.