په حیرتان بندر کې د بېلابېلو بهرنیو اسعارو لویه اندازه کشف او ضبط شوه
د حیرتان بندر امنیتي ځواکونو د یوه مسافروړونکي موټر د تلاشي پر مهال، د موټر دننه په ماهرانه ډول پټې شوې د بېلابېلو بهرنیو اسعارو د پام وړ اندازه کشف او ضبط کړه. په نیول شویو اسعارو کې ۳۴۳ زره او ۷۲۵ یورو، ۲۰ زره او ۴۸۰ امریکایي ډالر، ۷۸ زره او ۵۸۵ کاناډایي ډالر، ۵۹ زره او ۹۰۰ اسټرالیايي ډالر، ۱۴ زره او ۷۵۰ نیوزیلنډي ډالر، ۳۱۳ زره او ۵۰ پونډ، ۴۲ زره او ۵۵۰ سویسي فرانک او ۶۰۰ زره سعودي ریال شامل دي. یادې پیسې په ناقانونه توګه قاچاق کېدلې چې له مخنیوي وروسته د قانوني اجراآتو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې دي.