د جوزجان ولایت نوی والي او امنیه قوماندان معرفي او په رسمي ډول یې خپلې دندې پیل کړې
قاري محمد اسماعیل راسخ د جوزجان ولایت د نوي والي او ملا عبدالکریم نافذ د امنیه قوماندان په توګه د کورنیو چارو وزارت د هیئت لخوا معرفي شول او په رسمي توګه یې خپلې دندې پیل کړې.
د یادو مسؤلینو د معرفۍ په غونډه کې دیني عالمانو، قومي مشرانو، امارتي مسؤلینو او د یاد ولایت نورو منسوبینو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسېدو او اطفایې لوی رییس حافظ نورالله "انصار" د خپلو خبرو پر مهال وویل: په اسلامي امارت کې تغیر او تبديل یو اصل دی او د امیرالمؤمنین حفظه الله د لزوم دید پر اساس په اسلامي نظام کې تغیرات او تبديلات رامنځته کېږي او موږ یې اطاعت کوو.
د کورنیو چارو وزارت د استول شوي هیئت رییس د مجاهدینو او ملت ترمنځ پر اتحاد او اتفاق ټینګار وکړ او ویې ویل: ژبني، سمتي او نژادي تعصبات په اسلامي امارت کې ځای نه لري او دا یو غیر اسلامي او د شریعت خلاف عمل ګڼل کېږي.