په غزني او پکتیا کې لسګونه کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او ضبط شول
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې ځواکونو، د جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې، په غزني او پکتیا ولایتونو کې ۵۳ کیلوګرامه بېلابېل نشهیي توکي کشف او ضبط کړل.
په دغو عملیاتو کې یو تن په غزني ولایت کې د ۴۴ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق او یو بل تن د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۹ کیلوګرامه خامو چرسو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.
نیول شوي کسان تر څارنې لاندې دي چې له لومړنیو څېړنو او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.