د غزني ولایت پولیسو ته ۴۰ نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
د غزني ولایت امنیې قومندانۍ د امنیتي ځواکونو د سمبالښت او پیاوړتیا په موخه، د دغه ولایت شپږو امنیتي حوزو ته ۴۰ نوي موټرسایکلونه ووېشل.
د غزني د امنیه قومندانۍ د امنیت امر، مولوي محمد طاهر مبارز د دغو وسایطو وېش د ځواکونو د ګزمو د زیاتوالي، چټک غبرګون او د امنیتي خدمتونو د پیاوړتیا او اغېزمنتیا په لاره کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل چې په دې سره به د امنیتي ځواکونو فعالیتونه لا منسجم او چټک شي.
دا موټرسایکلونه به امنیتي ځواکونو ته د ښاري امنیت په ټینګښت، چټک شتون، ګزمو او د امنیتي پېښو پر مهال پر وخت ځان رسولو کې ډېره مرسته وکړي.