سلګونه میله ډول ډول وسلې او مهمات په هرات ولایت کې کشف او ترلاسه شوې
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو، د هرات ولایت په مرکز او ۱۹ ولسوالیو کې، د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې په تېرو ۶ میاشتو کې، له ۱۶۰ میله څخه ډېرې وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي.
د هرات ولایت امنیه قومندانۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر وایي: په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې ۱۲۲ میله تفنګچې، ۲۲ میله کلاشینکوفونه، ۱۱ میله چریي توپک، ۷ میله پلازن او ۷ زره فیره د دهشکې مرمۍ دي چې د کشف او راټولولو وروسته ډایاک مدیریت ته سپارل شوي دي.