پنځه تنه د ۲۷ کیلوګرامه «شیشې» د قاچاق په تړاو په ننګرهار کې ونیول شول
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو منسوبینو، پنځه تنه د خپلو کشفي معلوماتو پر بنسټ هغه مهال ونیول چې دوی ۲۷ کیلوګرامه «شیشه» په مهارت سره په یو موټر کې ځای پر ځای کړې وه او غوښتل یې بل ولایت ته یې قاچاق کړي.
نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او د نسبي دوسیو له جوړولو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.