پولیسو ۲۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي
د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا اقداماتو په ترڅ کې نهه تنه د غلا په تړاو په کندوز، شپږ غله په هرات او دوه تنه نور د غلا په تړاو په بلخ او نیمروز ولایتونو کې نیولي دي.
همداراز، د فراه ولایت امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو اوه تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په مرکز او بکواه ولسوالۍ کې نیولي دي.