هرات او تخار کې نشهیي توکي او د هغو د جوړولو مواد ونیول شول
د هرات ولایت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د فارسی ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې ۶۰۰ کیلوګرامه سود، ۴۷۳ کیلوګرامه چونه او ۶۰ لېټره تیزاب چې د نشهیي توکو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي، کشف او ضبط کړي دي.
بلخوا، د تخار ولایت په مرکز تالقانو ښار کې دوه تنه له ۱۰ کیلوګرامه چرسو سره یوځای نیول شوي، چې له لومړنیو تحقیقاتو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.