۹ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ امنیتي منسوبینو پنځه تنه مسلکي غله نیولي دي.
له نیول شویو کسانو سره یو موټرسایکل، څو بایسکلونه، ۳۲۳ فیره د کلاشینکوف، M16 او توپنچو بېلابېلې مرمۍ، او څو د موټرو پلېټونه هم ترلاسه او ضبط شوي دي.
همداراز، د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونو د جلا ـ جلا عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې له دوو کلاشینکوفونو سره د شخړې په تړاو، او دوه تنه نور په فراه ولایت کې د موټرسایکل د غلا په تړاو نیولي دي.