۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۷ تنه نیولي او د لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې
امنیتي ځواکونو د وروستیو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ۲۷ تنه د غلاوو، وژنې، قاچاق، دوکې، ناقانونه وسلو ساتلو او نورو جنایي جرمونو په تړاو په اوو ولایتونو کې نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۰ تنه د غلا، دوکې او قاچاق په تړاو په نیمروز، پنځه غله په هرات، اووه تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په پروان، دوه تنه د وژنې په تړاو په لغمان، یو تن د ناقانونه وسلې ساتلو په تړاو په بلخ او دوه تنه د غلا په تړاو په فراه او ننګرهار کې نیول شوي دي.
ورته مهال، پولیسو د څه باندې ۳۷۰ خرواره ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی په پکتیا او د څه باندې شپږ خروارو په ننګرهار کې کړی دی.