۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۳ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۹:۵۸
wfwerwq

نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په خوست، سرپل، فراه، اورزګان، پروان او کاپیسا کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۳ تنه د نشه یي توکو د پېر او پلور او لېږد په تړاو نیولي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له نیول شوو کسانو یوه اندازه هیرویین، چرس، تریاک، ۵۰ لېټره الکولي څښاک او څه باندې زر نشه یي ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.