۶ ولایتونو کې؛ ۱۲ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۹:۴۸
dgdgdg

امنیتي ځواکونو د وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د غلا، جعل، قاچاق، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۱۲ تنه نیولي دي.

له منځه یې، څلور تنه په بلخ کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، نیمروز کې دوه تنه د جعلي پیسو د چلولو او دوه تنه د ښځو د ويښتو د پلور په تړاو، یو د موټرونو غل په هرات، دوه مجرمین په نیمروز، یو تن د شپږ میله ناقانونه وسلې د لرلو په تړاو په کنړ او یو غل په پکتیکا ولایت کې نیول شوی دی.