کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین او ورسره مل پلاوي یې سرپل ولایت ته سفر وکړ
امنیتي چارو ستر معین سترپاسوال الحاج ملا محمد ابراهیم صدر او ورسره مل پلاوي یې سرپل ولایت ته په رسمي سفر د یاد ولایت والي الحاج مولوي محمد ظریف مظفر، امنیه قومندان الحاج مولوي عبدالبصیر مظهري، ملکي او نظامي مسوولینو، علمای کرامو، قومي مشرانو او مجاهدینو سره لیدنه وکړه.
سرپل والي، ستر امنیتي معین او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ ټینګار وکړ چې صداقت د اسلامي نظام یوه بنسټيزه ځانګېړنه ده.
ښاغلي مظفر زیاته کړه چې د نظام ساتل یوازې د ښه سلوکو، له ظلم څخه ځان ساتل، د ولس ستونزو ته رسېدنه او شریعت ته د غاړه اېښودلو له لارې ممکنه دی.
وروسته ښاغلي صدر په خپلو خبرو کې د مسوولیت اخیستل یو الهي مسوولیت یاد کړ او د مسوولینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د ادارو دروازې د ولس پر مخ خلاصې پرېږدي، د دوی ستونزو ته رسیده ګي وکړي او د قومونو تر منځ د یووالي فضا د لا ښه کېدو لپاره لا هڅې وکړي.
ستر امنیتي معین د شیخ صیب حفظه الله فرمانونه د حکومت اساس یاد کړل او د اطاعت په اړه یې مسوولینو او ولس ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ستر امنیتي معین د مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو سره په جلا جلا ناستو کې د دوی ستونزې او غوښتنې له نېږدې واورېدې.