کابل کې ۸۳ تنه د نشهیي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو، د تېرو اوو ورځو په لړ کې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۸۳ تنه د کابل ولایت په مربوطاتو کې نیولي، چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شوو کسانو څخه دوه زره او ۱۷۸ نشهیي ټابلیټونه، او یوه اندازه شیشه، چرس، شراب او تریاک هم ترلاسه شوي دي.