کابل کې ۸۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د خپلو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۸۲ تنه د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شویو کسانو څخه څلور زره او ۷۲۶ د نشه يي ټابلیټونو ګولۍ، تر څلور کیلوګرامو زیات چرس او یو اندازه شیشه هم ترلاسه شوې ده.