کابل کې ۵۴ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۹:۹
asdfsaf

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو، په کابل ښار کې د څو جلا اقداماتو په ترڅ کې ۵۴ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شوو کسانو څخه پولیسو دوه زره نشه‌یي ګولۍ او یوه اندازه شیشه، چرس، او الکولي مشروبات هم ترلاسه کړي دي.