په ۷ ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۱۷ تنه نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۲۰
asdfaf

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جلا جلا اقداماتو په ترڅ کې د غلا، اختطاف، قتل او اخلاقي فساد په تړاو د ۷ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ۱۷ تنه نیولي دي.

له نیول شویو کسانو څخه ۳ تنه په تخار ولایت کې د غلا او ۲ تنه د قتل په تړاو، ۳ تنه په نیمروز ولایت کې د غلا، ۳ تنه د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې د یوه کس د اختطاف، ۲ تنه د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د قتل، ۲ تنه په جوزجان ولایت کې د اخلاقي فساد، یو تن د نورستان ولایت په کانتیوا ولسوالۍ کې د قتل او یو تن د غزني ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.

همدارنګه، په غزني ولایت کې دوه کرولا موټرونه او یوه زرنج موټرسایکل کشف او بېرته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.