په ۶:ولايتونو کې؛ ۱۶ تنه د جنايي پېښو په تړاو نيول شوي .

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۱:۲۷
sfdasfdsfda

پوليسو ۱۶ تنه د غلا، قمار بازۍ، د لاسي بم اچولو او نورو جرمونو په تړاو په ۶ ولايتونو کې نيولي.
له دې ډلې، ۷ تنه د جنايي پېښو په تړاو په نيمروز کې، ۲ تنه د مجاهدينو د نامه نه په ګټې اخيستې  چې د خلکو پيسې او موبایلونه لوټل په ننګرهار کې، ۳ تنه د قمار بازۍ په تړاو په بلخ کې، ۱ تن حرفه يي غل په پکتيکا کې او یو بل تن یې په پکتیا کې نيولی.
په همدې حال کې د سمنګانو امنيه قومندانۍ منسوبينو دوه تنه یوه جومات ته د لمانځه د ادا کولو په وخت کې د لاسي بم د غورځولو او څلورو لمونځ کوونکو د تپي کولو په تړاو نيولي.