په کابل ولایت کې له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د پولیسو منسوبینو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج شیخ عبدالرحمن منیر او د اسلامي امارت د نورو مسوولینو په شتون کې، په کابل کې له هغو ۱۰۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو سره چې د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، له هرې کورنۍ سره ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر په دې مراسمو کې وویل چې د روژې د میاشتې دغه مرستې یوازې هغو سوالګرو ته وېشل کېږي چې له وړاندې مستحق پېژندل شوي دي او دغه لړۍ به په کابل او ولایتونو کې دوام ولري.