په هرات کې د یوې ښځې د قتل په تړاو دوه تنه ونیول شول
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبینو د اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د یوې ښځې د وژنې په تړاو پېژندلي او نیولي دي. نیول شوي کسان له وژنې وروسته د هېواد څخه د وتلو په موخه نیمروز ولایت ته تللي او له هغه ځایه ګاونډي هېواد ته تښتېدلي وو. امنیتي ځواکونو په نیمروز ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د شکمنو کسانو د بېرته ستنېدو زمینه برابره او هغوی یې د لا زیاتو څېړنو لپاره هرات ته انتقال کړل. نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او د دوسیې له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.