په نیمروز کې ۹ زره او ۶۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي او څه باندې درې میلیونه نشه‌يي ګولۍ وسوځول شوې

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۳
dfgdg

د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت هغه ۹ زره او ۶۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي او څه باندې درې میلیونه او ۵۸ زره د نشه‌يي ګولۍ چې په تېرو څو میاشتو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې کشف او راټولې شوې وې، د سیمه‌ییزو مسوولینو او منسوبینو په حضور کې وسوځولې.