په ننګرهار کې د سلګونو وسایطو تورې شیشې سپینې کړل شوې
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو د ښاري نظم او آرامۍ ساتلو او د غیرقانوني او شکمنو فعالیتونو د مخنیوي په موخه، له تېرو دوو اونیو راهیسې د تورو شیشو سپینولو کمپاین پیل کړی دی.
د دغه کمپاین په لړ کې تر اوسه د ۱۷۲ عرادو موټرو تورې شیشې، سپینې شوي او موټر چلوونکو ته یې هم د قانون د رعایت په اړه لازمې سپارښتنې شوې دي