په ننګرهار کې؛ ۱۵ کسان د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په وروستیو څو ورځو کې د جلا عملیاتو پر مهال ۱۵ کسان د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۱۲ کیلو ګرامه هیروئین، ۶ کیلو ګرامه چرس او یو مقدار نشه يي ټابلیټونه ترلاسه شوي دي.