په نرنګ ولسوالۍ کې د لرګیو د قاچاق په تړاو درې تنه ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۲۸
dfsafd

د کونړ ولایت د ځنګلونو ساتنې قطعې منسوبینو د کشفي معلوماتو پر بنسټ، د نرنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لرګیو د قاچاق په تړاو درې تنه له درېیو ډاټسن موټرو سره نیولي دي.

د یادې قطعې قوماندان شمس‌الله سرحدي وایي، له نیول شویو کسانو سره به له قانوني مراحلو وروسته د اصولو له مخې چلند وشي او قضیه به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.