په لویه پکتیا کې څه باندې سل کلنه بدي پای ته ورسېده

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۱۳
adfasdf

د پکتیکا د ګيان او خوست د سپېرې ولسوالیو د دوو قومونو ګيانخېلو او بوريخېلو تر منځ هغه بدي چې څه باندې سل کاله یې وتلي وو، د قدرمن خليفه صاحب سراج الدين حقاني په منځګړيتوب پای ته ورسېده.

د دغو دوو قومونو تر منځ د غرونو او ونو په سر، په دې بدۍ کې له دواړو خواوو تر سلو زیات کسان وژل شوي او سلګونه زخمیان شوي دي.

قدرمن خليفه صاحب په دې روغه جوړه کې د دولتي مقام په حيث نه، بلکې د ولسي او قومي مشر په توګه د دغو قومونو تر مراجعې وروسته ګډون کړی و چې هغوی په سیمه‌ييزه اصطلاح توی‌وړی واک یعنې کامل اختيار ورکړ.

خليفه صاحب د دې اوږدمهاله بدۍ د هراړخيز حل او مدعی بها سیمې د کتلو او ارزولو لپاره د ځان په مشري یوه کمیټه تشکیل کړه چې دغه معضله له شرعي، حقوقي، کلتوري او عرفي اړخه وڅېړي. په دې لړ کې پخپله خليفه صاحب د همدې پلاوي په ګډون د دعوه‌ګيرې سیمې غرونو او درو ته لاړ او د خړ سر، زمبر وټي، کيښوم درې او نورو څنډو مساحت او جغرافيايي موقعیتونه یې له نږدې وکتل.

له توی‌وړي واکه وروسته کلتوري او رواجي طریقه دا بلل کېږي چې فيصله وشي، خو قدرمن خليفه صاحب د بدۍ د سمې هواري او د متخاصمو اړخونو له زړونو د کرکې او بدبيني د ختمېدو په خاطر تر پرېکړې وړاندې یو ځل بیا دواړه اړخونه ولیدل او د تېرې وعدې او واک د ورکړې مساله یې تثیبت کړه. دواړو لورو تر وروستۍ فيصلې مخکې یو ځل بیا د خپل واک ورکړه، تاييد کړه.

د بوريخېلو له لوري چې واک تاييد شو، بیا په همدې ډول له ګيانخېلو سره هم ناسته وشوه او هغوی هم بیا تاييد وکړ چې د دې مسالې اختيار له خليفه صاحب سره دی او په اصطلاح چې د توی‌وړي واک په اخيستې چاړه هر رنګه حلالول کوي، دوی به غاړه و نه غړوي.

خليفه صاحب د دواړو لورو په خوښه وخت وټاکه چې وروستۍ فيصله واورول شي او د کلونو دغه خونړۍ او له یوه نسله بل ته انتقالېدونکې دښمني نه یوازې ختمه، بلکې په دوستۍ بدله شي. همدا و چې په دولتي کچه ځينې معین صاحبان؛ د خوست، پکتیا او پکتیکا والیان، د ځينو ولسوالیو ولسوالان، له ګیانخېلو او بوريخېلو ور ها خوا د منګلو، تڼیو او ځينو نورو قومونو علماء، مخور او مشران او د کوچیانو قومي استازي هم را غوښتل شوي وو چې د فيصلې د ابلاغ په مهال اتمام حجت لا پوخ راشي.

په غونډه کې ویناوالو له ديني او کلتوري اړخه د سولې اهمیت توضیح کړ او په اسلامي تاریخ کې یې د مسلمانانو تر منځ د سولې او جګړو جریاناتو ته په اشاره د ننۍ ورځې اهمیت بیان کړ چې سلګونه انسانان، حیوانات او ان نباتات له تلف کېدو ژغورل کېږي او د سولې او سلامت په وسیله زړونو ته د مینې او قدردانۍ قوت انتقالېږي.

نږدې ماسپښین په دوې بجې د دواړو قومونو لپاره د خليفه صاحب په مشري د ټاکلې کمېټې له لوري چمتو شوې فيصله قاضي صاحب نور الله واوروله او دواړو لورو په غور واورېده.

له فيصلې وروسته د دواړو قومونو استازیو له خليفه صاحب سره جلا جلا وليدل او د کړې فيصلې په جزئیاتو له لا ښه سر خلاصېدو وروسته په خورا مینه او خوشالي رخصت شول.

یاده دې وي چې په ساحه کې د عملي کار د شروع کېدو لپاره کمیټه وټاکل شوه چې د دواړو قومونو د استازیو تر مخ په غرونو کې بریدونه او ساحې تعيين کړي او بالاخره د دې سیمو له بدیو تازه خلاص شوي قومونه عادي او بې‌دښمني ژوند پیل کړي.
بشپړ راپور په لاندې لینک کې …