په شپږو ولایتونو کې ۱۶ کسان نیول شوي او یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۳۸
asdfa

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۶ تنه د غلا، قتل، قاچاق، هوایي ډزو او د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
په نیول شویو کسانو کې اته تنه د دایکندي، څلور تنه د هرات، دوه تنه د نیمروز او دوه تنه نور د ننګرهار او هلمند ولایتونو اوسېدونکي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.

ورته مهال د تروریزم ضد پولیسو په کاپیسا ولایت کې اته میله وسله او یو شمېر مهمات او په هرات ولایت کې یو مقدار نظامي تجهیزات کشف او ترلاسه کړي دي.