په دایکندي کې د موټر چلونې د څه باندې ۵۰۰ جوازونو د ویش له درکه څه باندې ۱.۷ میلیونه افغانۍ عواید ټول شول
د دایکندي ولایت د امنیې قوماندانۍ د عبور او مرور مدیریت د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۲۲۳ نوي د موټر چلونې جوازونه، ۲۰۸ تمدید شوي جوازونه، ۱۱ د موټر چلونې مثنی جوازونه او د درجې لوړولو جوازونه، د موټر چلونې جواز غوښتونکو ته ۵۰۰ روغتیايي فورمې، او همدارنګه د شخصي، لارۍ او بس ډوله وسایطو لپاره ۸۷ موقتي، تمدیدي او مثنی سیر جوازونه وېشلي دي.
همدارنګه، د یاد مدیریت ټول عواید په همدې موده کې یو میلیون او ۷۳۴ زره او ۱۷۹ افغانیو ته رسېدلي، چې د دولت خزانې ته ټول شوي دي.