په تخار او کابل ولایتونو کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي او سلګونه نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط شوې

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۲۹
asdfasd

د شرطې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، د تخار ولایت د ملکیان او خطایان سیمو په مربوطاتو کې ۳۸ کیلوګرامه نشه‌يي توکي او د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې تر ۱۴۰۰ زیاتې نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط کړي دي.

د یادو نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو شپږ تنه هم نیول شوي دي، چې د دوسیو تر ترتیب وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.