پنځو ولایتونو کې پولیسو ۲۷ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په جوزجان، سمنګان، هرات، نیمروز او فاریاب ولایتونو کې ۲۷ تنه د غلا، قمار، اخلاقيفساد او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي او عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.
له نیول شویو کسانو، نهه تنه په جوزجان، شپږ تنه په سمنګان، شپږ تنه په هرات، څلور تنه په نیمروز او دوه تنه د فاریاب ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.