ننګرهار کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پیاوړتیا لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۴۶
asdfa

د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معين شيخ عبدالرحمن منير ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له مرستيال والي، امنيه قومندان، د قول اردو له مرستيال، د مرافعه محکمې او استخباراتو له مسؤلينو سره د نشه‌يي توکو د مخنيوي او پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د لا ښې همکارۍ او همغږۍ په موخه غونډه وکړه. 
په غونډه کې ځايي مسؤلينو د همغږۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل چې په دې برخه کې له اړوندو ارګانونو سره پوره همکاري لري او لا به يې پياوړې کړي. همداراز د نوموړي د سفر هرکلی وشو او د دوامدارې همکارۍ ژمنه تازه شوه، او ټينګار وشو چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کې ګډه همکاري مهمه او اړينه ده، چې په پای کې د دواړو لوريو ترمنځ د لا زياتې همکارۍ ژمنې وشوې.