د کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له عالي کمېشنر سره وکتل

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
asdfadf

د کورنیو چارو وزیر قدرمن خلیفه سراج‌الدین حقاني د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ( UNHCR) له عالي کمېشنر ښاغلي برهم صالح، په افغانستان کې د دې ادارې له استازي ښاغلي عرفات جمال او مل پلاوي سره وکتل.

د UNHCR عالي کمېشنر د کډوالو د ستونزو حل، د راستنېدونکو افغانانو ملاتړ او د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د یادې ادارې د همکاریو د دوام وویل. 
قدرمن‌خلیفه صاحب د UNHCR د رهبرۍ د سفر هرکلی وکړ او د کډوالو په لېږد کې يې د‌ ملګرو ملتونه د‌ عالي کمشنرۍ له هڅو او همکارۍ څخه مننه وکړه.