د کورنیو چارو وزارت تامیناتي چارو معینیت اړوند د تعمیراتو لوی ریاست د کندهار ولایت سپین بولدک کمیسارۍ او د میرویس مېنې د اور وژنې مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۹
asdf

د پرانیست غونډې په مراسمو کې، د تعمیراتو ریاست لوی رییس الحاج مولوي عنایت الله رشید د داسې پروژو پرانیسته او په ټول هېواد کې، د داسې پروژو په پلي کولو ټینګار وکړ.
د ویلو وړ ده چې، د کمیسارۍ ودانۍ ۲۸ اداري خونې لري او د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د کورنیو چارو وزارت له انکشافي بودیجې څخه ورکول کېږي.
دغه راز د میرویس مینې د اور وژنې ادارې په بیا رغولو نېږدې ۷ میلیونه لګښت راغلی چې د کورنیو چارو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.