د کابل ښار په شرطه ښارګوټي کې د وسایطو د نمبر پلېټونو د چاپ ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کابل ښار په شرطه ښارګوټي کې د وسایطو د نمبر پلېټونو د چاپ ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو جومات هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معینیت د تعمیراتو لوی رئیس مولوي عنایتالله رشید، د کابل د مرور شرطې رئیس مولوي میرزاخان طارق او یو شمېر مسئولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
مولوي عنایتالله رشید وویل، چې د وسایطو د نمبر پلېټونو د چاپ یاده ودانۍ به په یوه پوړ او څلورو برخو کې، د ۳۴ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت جوړه شي او ټاکل شوې چې د جوړولو چارې یې په راتلونکو ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي.
همداراز، د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه جومات محراب د ۲ میلیونه او ۷۷۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په لګښت، د اووه میاشتنیو ساختماني چارو وروسته، د اړوندو مسئولینو په حضور کې پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.