د پولیس راډیو لپاره د پښتو/دري څخه انګلیسي ژبې ژباړن

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۳۱
شسیبشسی

Publish Date

Closing Date

اداره:  پولیس راډیو
 د دندې عنوان:  ژباړن د پښتو/دري څخه انګلیسي ته
 د کار ځای:  کابل د اړتیا پر اساس نور ولایتونه
 د دندې ډول:  ارزونې وروسته رسمي 
د دندې لنډیز:
پولیس راډیو یو تجربه ‌کار، مسلکي او دقیق ژباړن ته اړتیا لري، ترڅو د راډیو خپرېدونکي لیکل شوي مواد، خبرونه، راپورونه، مقالې، او نور مطالب له پښتو/دري څخه انګلیسي ته وژباړي.
د دندې شرطونه:
1. د پولیس راډیو خبرونه، راپورونه او مختلف لیکلي مواد له پښتو/ دري څخه انګلیسي ته وژباړي.
2. د ژباړې روانوالی، وضاحت، او مسلکي معیارونه مراعتول.
3. د ځانګړو اصطلاحاتو او تخنیکي کلمو دقیقه ترجمه.
4. د راډیو د تحریري ټیم سره د ژباړې د کیفیت د ښه کولو لپاره همکاري. 
5. د راډيو تحریري ټيم سره د ژباړي د کفیت ښه کولو لپاره هماهنګي.
د ګومارنې شرایط:
1. لږ تر لږه دوه کلنه تجربه د پښتو/دري څخه انګلیسي ته د ژباړې په برخه کې.
2. د انګلیسی ترڅنګ په دواړو ملي ژبو(پښتو، دري) بشپړ تسلط امتیاز لري.
3. د ژورنالیزم د ژبني اصولو او ژورنالیستیک ژانرونو سره بلدتیا.
4. د لوستلو، لیکلو او روانو خبرو کولو وړتیا په پښتو یا دري، او انګلیسي ژبو. 
د غوښتنلیک سپارلو لار:
په شرایطو برابر کسان کولی شي خپلې(CV) د دغه moipoliceradio@gmail.com برېښنالیک له لارې را واستوي.
یوازې هغه غوښتونکي چې د شرایطو وړ وبلل شي د لومړنۍ ازموینې لپاره شارټ لېست کېږي. له ازموینې وروسته ټاکل شوي کسان مرکې (انټرویو) ته بلل کېږي. د مرکې له بریالي کېدو وروسته یوه لنډه موده د عملي کار ارزونه کېږي. که نوماند ټولې قانوني پروسې په بریالیتوب بشپړې کړي نو د دندې موقعیت ورته مشخص او رسمي دنده ورسپارل کېږي.
د غوراوي بهیر د بشپړېدو لپاره به له اړوندو کسانو سره اړیکه نیول کېږي. د غوښتنلیک له استولو وروسته له مکرر تماس نیولو ډډه وکړئ.
یادونه :د برېښنالیک موضوع(Subject)  کې باید " د پولیس راډیو لپاره له پښتو او دري څخه انګريزي ژبې ته ژباړن” یاد کړل شي.
که کومه پوښتنه یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د لاندې شمېرو له لارې اړیکه ونیسئ: 
وټساپ / تلیفون:
0093777685947
0093778153719
 

مربوطه دندېټول ښودل

بیرته تګ