د پنجشېر ولایت یو شمېر شرطه‌وو لنډمهالی مسلکي او حقوقي سیمینار بشپړ کړ

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۱
asdfasf

د پنجشېر ولایت د امنیه قوماندانۍ د حقوقو مدیریت له لوري د آبشار او خنج ولسوالیو د امنیتي شرطه‌وو لپاره جوړ شوی لنډمهالی مسلکي او حقوقي سیمینار پای ته ورسېد.

په دغه سیمینار کې ګډونوالو د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لارښوونو ترڅنګ، د شرطې اړوندو قوانینو، مسلکي او حقوقي موضوعاتو، د امنیتي شرطې د دندو او اجراآتو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه اړینې زده‌کړې ترلاسه کړې.

د یادونې وړ ده، چې د پنجشېر ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو د شرطې مسلکي، تخنیکي او عقیدوي زده‌کړې د خپلو کاري لومړیتوبونو په سر کې ځای پر ځای کړې دي.