د پروان د پولیسو په روزنېز مرکز کې ۲۶۳ ځوانو منسوبینو د مسلکي او عقیدتي زده کړو دوره بشپړه کړه او فارغ شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۹
شسیش

د پروان امنیه قومندان قاري محمد جاوید ضیاءالرحمن فارغو منسوبینو ته د مبارکۍ ترڅنګ له دوی وغوښتل د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره دې د تالاشۍ په ځایونو او نورو برخو کې له خلکو سره نیک چلند وکړي او هیڅکله دې د دښمن په تبلیغاتو نه تېر وځي.

د یادولو ده چې د ځوانو پولیسو دا لسمه دوره چې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو منسوبین وو د مسلکي، عقیدتي، تاکتیکي، تخنیکي او خلکو سره د نیک چلند په برخو کې زده کړې ترلاسه او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.